ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اسلامی وحدت او رسانئ لومړنی نړیوال کنفرانس د اسلامی نړۍ درسندوي فعالانو دمرکز په همت او د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې په ملاتړ سره پرن په تهران کې پیل شو.
په دغه کنفرانس کې چې پرون له سهار لسو بجو د تهران په ایوان شمس هال کې پیل شو تر مازدیګر پورې روان ؤ،په یوې اعلامیې کې ئې چې ګډون کونکو لاسلیک کړې ، د اسلامی مقدساتو او قرآن کریم سپکاوي او په شارلی ابدو خپرونې کې د اسلامی امت د مرجعیّت حضرت امام خامنه ای په شان کې ګستاخي سخته محکومه شوه.
د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي په محکومولو کې د اسلامی نړۍ او د نورو الهی دینونو درسندوي فعالانو داعلامیې په متن کې راغلی دي،د الهي دینونو مقدساتو ته سپکاوي په هغو بې شرمه اقداماتو کې شامله ده چې هیڅ منطق او قانون ورڅخه ملاتړ نه کوي،بلکې دغه اقدام به یوازې په درستې نړۍ کې د میلیارډونو پتمنو انسانانو ویښ ویجدانونه داغي کړي او په اوسنۍ نړۍ کې به د درز او تفرقې او نفرت اندازه زیاته کړي.
دغه کنفرانس د اسلامی وحدت او رسانۍ په چورلیزتوب سره د هغو سمینارونو لړۍ ده چې د مختلفو هیوادونو د رسانئ او دین دحوزې دغوره فعالانو په شتون سره ترسره شوي دي.
ددغه کنفرانس ویناوال د نړۍ له کابو شلو هیوادونو څخه ؤؤ او په حضوری او وبینار بڼه ئې په مختلفو برخو کې خپل نظرونه او لیدتوګې وړاندې کړې.
https://iqna.ir/fa/news/4118238